د امريكا د دفاع وزارت په كونړ ولايت كې د القاعده شبكې د درېيو مشرانو وژل كېدل تاييد كړل.
د پنټاګون يو وياند پيټر کوک د دوشنبې په ورځ وويل،چې د تېرې اکټوبر مياشتې په ٢٣مه نېټه په کونړ ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د القاعده شبکې درې مهم مشران ووژل شول.
د هغه په وينا، په دې هوايي بريد کې فاروق القطحاني، چې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د يادې ډلې امير و، وژل شوى دى.
د امريكا د دفاع وزارت دا هم تاييد کړه، په دغه بريد کې بلال العطېبي، چې د القحطاني مرستيال و او عبدالواحد الجُنابي، چې د القاعده شبکې د چاودېدونکو توكو ماهر و، هم وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغو درې واړو کسانو د افغانستان په داخل او بهر کې د ترهګريزو بريدونو په پلانولو كې لاس درلود.
پنټاګون د اكټوبر په وروستيو كې اعلان کړى و، چې په کونړ ولايت كې يې په هوايي بريد کې د القاعده شبكې دوه مهم قوماندانان فاروق القطحاني او بلال العطېبي په نښه کړي دي.
خو د ملي امنيت عمومي رياست بيا په دې بريد كې د القاعده شبكې د درېيو مهمو غړو د وژل كېدو خبر وركړى و.


