د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، له پاکستان څخه راتلونکو غیر راجستر شویو کډوالو سره د ۶۳ میلیونه افغانیو نغدي مرسته ترسره کېږي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي ګلاب منګل نن د پېښو پر وړاندې د چمتووالې بېړنۍ ناسته کې وویل، د مرکزي ادارې له لوري مرسته شوې ۶۳ میلیونه افغانۍ به د شته ډېټابېس او په تورخم ښارګوټي کې د ثبت او راجسټر د اسنادو له مخې مستحقو غېرې ثبت راستنو شوو کورنیو ته په شفاف ډول ورکړل شي.
خبرپاڼه وایي، والي د کمېټې غړو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته هېڅوک حق نه لري، ترڅو د عرض پاڼې، بېلابېلو کارتونو او نورو اړېکو له مخې غېرې ثبت شوې را ستنې شوې کورنۍ په نښه او ورته له یادې بودیجې څخه مرسته ورکړي.


