ads

ننګرهار کې درې وسله وال د يو شمېر جرمونو په تور نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځواکونو په يو لړ ځانګړو عملياتو کې درې مهم وسله وال طالبان نيولي دي.

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1395
ننګرهار کې درې وسله وال د يو شمېر جرمونو په تور نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځواکونو په يو لړ ځانګړو عملياتو کې درې مهم وسله وال طالبان نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي نن د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، د ملي امنيت ځواکونو د خالص فاميلو په سيمه کې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال دوه وسله وال طالبان، چې د سړک غاړې ماينونه به يې ښخول لاس په لاس نيولي دي.
خوګياڼی دغه راز وايي، يو بل وسله وال طالب چې له جلال اباد ښار څخه يې د يوه دولتي چارواکي د تښتولو پلان درلوده، د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
نوموړی وايي، نيول شوو وسله والو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او اوس مهال ترېنه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
نيول شويو وسله والو په خپلو خبرو کې هغه کړنې روښانه کړې، چې دوی ترسره کولې.
وسله والو طالبانو تر اوسه د خپلو نيول شويو ملګرو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA