د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لسو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد كې اته داعش وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
مشرقيوال زياته كړه، په دغه بريد کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


