د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ مسوولين وايي، چې د دې ولسوالۍ په کمپونو سيمه کې يې د سيند پر غاړه شاوخوا څلوېښت جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو وژغورله.
د بهسودو د ولسوال محمد صديق دولتزي په وينا، د ځمکو د غصب مخنيوي دغه کمپاين يې د ولايت مقام په لارښوونه پيل کړی او د دوشنبې په ورځ يې د کمپونو سيمه کې ګڼ شمېر هغه چهار دېوالۍ او سنکارۍ ونړولې، چې په غيرې قانوني توګه په دولتي ځمکه کې جوړې شوې وې.
دولتزى زياتوي، د ځمکو د غصب مخنيوي کمپاين به تر هغې دوام وکړي، څو ټولې دولتي ځمکې د غاصبينو له منګولو ژغورل شوې نه وي.
د بهسودو ولسوالۍ مسوولين وايي، د ځمکو د غصب مخنيوي په هدف يې يو کمېسيون ټاکلی، چې په وينا يې پرته له توپيري چلنده به ټولې دولتي ځمکې له غاصبينو وژغوري.


