ads

مشعل: د کرکټ په اداره کې به ژورې سمونې راولم

د افغانستان د كركټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، چې د دې ادارې ټولې چارې به ميكانيزه، پاليسيانې به جوړې او كمپيوټري سيسټمونه به عملي كړي.

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1395
مشعل: د کرکټ په اداره کې به ژورې سمونې راولم

د افغانستان د كركټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، چې د دې ادارې ټولې چارې به ميكانيزه، پاليسيانې به جوړې او كمپيوټري سيسټمونه به عملي كړي.
نوموړي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، چې دى اوس مهال د كركټ بورډ ادارې پر ارزيابۍ بوخت دى او په هغو برخو كې به اصلاحات راولي، چې اړتيا ورته لري.
مشعل زياته كړه، دى به په خپله درې كلنه كاري دوره كې هڅه وكړي، چې افغانستان د كركټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه كړي.
د يادونې وړ ده، چې شکرالله عاطف مشعل څو ورځې وړاندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا د نسيم الله دانش پر ځاى د افغانستان كركټ بورډ د نوي مشر په توګه وټاكل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA