ads

سوداګرې ښځې د حکومت پاملرنه غواړي

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په بلخ کې هم ګڼ شمېر ښځې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي. څه موده وړاندې د بلخ د سوداګرۍ خونې له لوري د دوی د کرنيزو، صنعتي او سوداګريزو توکو نندارتون جوړ شوی وو.

نویسنده: TKG
30 لیندۍ 1395
سوداګرې ښځې د حکومت پاملرنه غواړي

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په بلخ کې هم ګڼ شمېر ښځې په سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي. څه موده وړاندې د بلخ د سوداګرۍ خونې له لوري د دوی د کرنيزو، صنعتي او سوداګريزو توکو نندارتون جوړ شوی وو.
د نورو ښځو تر څنګ په دغه نندارتون کې د بلخ ولایت سوداګرې سارا بهایي هم برخه اخستې وه.
نوموړې په بلخ کې لومړنۍ ښځه ده، چې ټکسي چلولو ته یې مخه کړه او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو هڅه وکړه، په افغانستان کې د ټولنيزو دودونو له کبله تر ډېره ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ټکسي وچلوي.
خو هغې اوس پرمختګ کړی، د مچیو د روزلو کوپراتیف د شورا مشره ده او په دغه نندارتون کې یې د خپل کوپراتیف تولیدات هم نندارې ته اېښي وو.
نوموړې وايي، ښځې تر دې ډېر کارونه کولای شي او د هغه د بریالیتوب له پاره کافي انرژي لري. نوموړې په بلخ کې د سوداګرو ښځو لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول پر ځای هڅه وبلله او له هغې یې ملاتړ وکړ.
نوموړې زیاتوي، د دغه نندارتونونو له برکته له نورو سوداګرو سره د دوی اړيکې پراخېږي او دغه راز بهرنیان هم د دوی له تولیداتو لیدنه کوي چې له دې لارې کولای شي، ښه قراردادونه ترلاسه کړي او حتا خپل تولیدات بهر ته ولېږي.
سارا وايي، د دغه ډول نندارتونو له برکته یې د تولیداتو بازار ښه شوی، نوموړې وايي، له خپل سوداګريز ژوند خوشاله ده: ((له دې کبله چې خلک بې وزله دي، د ۱۰۰۰ افغانیو پر ځای یو کيلو شات په ۶۰۰ افغانۍ پلورو)).
په دې نندارتون كې له لبنياتو نيولې بيا د ښځو په لاس تر جوړو شوو جامو او ګاڼو نندارې ته وړاندې شوي دي.
سارا بهايي وايي، د بلخ اوسېدونکې ښځې د لاسي صنایعو په تولید کې ځانګړې وړتیاوې لري او له دې کبله د دغه صنایعو په جوړولو کې خورا پېژندل شوې دي.
خو بهايي له دولت ګیله کوي چې د دغه ولایت د لاسي صنایعو کاروبار ته یې هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د هغه په عصري کېدو، تولیداتو ته د بازار موندلو، سب سایډي ورکولو او نورو برخو کې یې ورسره مرسته نه ده کړې.
نوموړې زیاتوي، د بلخ سوداګرې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت په هېڅ برخه کې د دوی ملاتړ نه دی کړی.
سارا بهایي ټینګار کوي چې د دغه نندارتونو جوړېدل دې ډېر شي او موده دې یې هم اوږده شي څو دوی وکولای شي په ښه ډول د خپلو توکو لپاره بازار ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA