په جرمني کې يو کس د لارۍ په مټ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جرمني پوليس وايي، پېښه پرون د برلين په هغه بازار کې رامنځته شوې، چې د عيسويانو په نوم يادېږي او لارۍ چلوونکي خپل موټر پر خلکو ور خېژولى دى.
د پوليسو په وينا، لارۍ له پولنډ څخه برلين ته راغلې وه، خو د چلوونكي د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.
په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د برلين پلټونکو پوليسو په لارۍ کې د چلوونكي ترڅنګ يو بل کس هم مړ موندلى دى.
د پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي.


