د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله نن د هند لوبډلې سره د اسيايي يو ورځنيو سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې مخ كېږي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته يوه نيمه بجه د سريلانكا پايتخت كولمبو كې پيل شي.
افغان لوبډلې وړمه ورځ خپله درېيمه لوبه له سينګاپور څخه په لوى توپير وګټله او تاريخي ماتې يې وركړه.
تر دې مخكې لوبه كې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې پاكستان ته هم ماتې وركړې وه، خو لومړۍ لوبه يې بنګله دېش ته بايللې وه.


