په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې (آی سي آر سي) يو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو له لوري د مزار شريف ـ کندوز پر لويه لاره تښتول شوی دی.
له دې ادارې څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يو شمېر کارکوونکو يې پرون له غرمې مخكې يوولس بجې له مزار شريف ښار څخه کندوز ولايت ته سفر کاوه، چې د نامعلومو وسله والو له خوا ودرول شول.
د سرچينې په وينا، وسله والو د دوى يو کارکوونکی له موټره ښکته کړی او له ځان سره يې بېولی دی.
د سره صليب نړيوالې کمېټې د مرکزي نمايندګۍ مشرې مونيکا زيناريلي ويلي، دوى هڅه کوي، چې خپل همکار ژر تر ژره د وسله والو له منګولو خوشې کړي.
ياده كمېټه زياتوي، په خوندي توګه د خپل كاركوونكي د خوشې كولو لپاره يې له بېلابېلو چارواكو سره اړيكې نيولې دي.
آی سي آر سي په افغانستان کې له نږدې ۳۰ کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو كې كار كوي.


