د لغمان ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه په دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کې د یوه قومندان په ګډون ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، تېره شپه ناوخته د دولت شاه ولسوالۍ د اولوکو په سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو په پوسته برید کړی، چې د نښتې له امله د وسله والو طالبانو د یوه مشهور قومندان عبدالودود په ګډون درې تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
ځواک زياتوي، چې په دغه درې نیم ساعته نښته کې یو سیمه ییز پولیس برسېرن ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


