په افريقايي هېواد كانګو كې د سرو زرو په کان کې د زورورې چاودنې له كبله شل تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، د كانګو د کيوو سيمې په کان کې په ناڅاپي ډول چاودنه وشوه او د کان زياتې برخې پر کارګرانو راغلې.
چارواکو ويلي، چې اوس هم لسګونه کسان په کان کې ګير پاتې دي او ښايي د وژل شويو کسانو شمېر تر دې واوړي.
تراوسه د چاودنې علت معلوم نه دى، خو ډېر کله د سرو زرو په کانونو کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.


