د پکتیا ولایت ځوانان وايي بېکارۍ، د اړیکو په اساس ګمارنو، ناامنۍ او نورو ستونزو تر پوزې راوستي.
دغه ځـوانان لــه حکـومـت نه غـواړي، چــې د کاري بوختیاوو، لوړو زده کړو، د اداري فساد د مخنيوي او امنیت په ټينګښت کې دې کوټلي ګامونه واخلي.
په پکتیا کې د ودان افغانستان ګوند د ولایتي کمېټې مسوول نثار حبیب وایي، ډېری ځوانانو لوړې زدهکړې هم کړي دي، خو اوس په کورونو ناست دي او کار ورته نشته: (( که د بېکارۍ مخه ونه نیول شي، د ډېرو نورو ستونزو سبب کېږي، ځوانان نشهيي توکو ته مخه کوي یا اړ کېږي بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي چې هلته بیا ډېری وخت له بده مرغه د دغه هېوادونو د سرتېرو له لوري یا وژل کېږي یا شکنجه کېږي او یا هم په بحرونو کې د کبانو خوراک کېږي)).
حبيب ټینګار کوي، چې د بېکارۍ او د اړیکو په اساس ګمارنو له کبله په ادارو کې ظرفیت هم ټیټ شوی دی: (( هغوی چې د کورنۍ غړي یې دندې نه لري او بېکاره دي، اقتصادي وضعیت یې خورا خراب شوی دی، حیران دي چې د غرمې او ماښام ډوډۍ له کومه کړي.))
حبيب زیاتوي، تر ښارونو په لرې پرتو سيمو کې د ځوانانو ستونزې ډېرې دي او تر دې مهاله حکومت هېڅ ډول پاملرنه نه ده ورته کړې.
له بل لوري که څه هم د پکتیا ولایت د ځوانانو امریت په دغه ولایت کې د ځوانانو ستونزې تاییدوي، خو ټینګار لري چې دوی هم کرار نه دي ناست او ځینې پروګرامونه یې ترسره کړي دي.
د پکتیا ولایت د ځوانانو امر نقيب الله احساس وايي، ناامني، د بېکارۍ اوج او د لوړو زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو نشت د دغه ولایت د ځوانانو ستونزې دي: ((موږ د ځــوانانــو د ټولنيزو ستونزو د هواري لپاره ګڼ پروګـرامونه جــوړ کـړي دي، د لوړو زدهکړو په برخه کې مو اسانتیاوې رامنځته کړې دي او په دې برخه کې نور پرمختګ ته هم ژمن یو)).
که څه هم ځوانان فکر کوي، چې په دولتي ادارو کې د اړیکو په اساس ګمارنې ترسره کېږي، خو د پکتیا ولایت نوي والي زلمي ويسا د خپل کار په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې به ګمارنې د وړتیا او شایسته سالارۍ په بنسټ ترسره کېږي او دغه پروسه به شفافه وي، خو تر دې مهاله څرګنده نه ده چې نوموړی به تر کومې کچې د دغو ژمنو په عملي کولو کې بریالی شي.
د پکتیا ولایت تر څنګ د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ځوانان له بېکارۍ، ناامنۍ او ګڼو نورو ستونزو سر ټکوي، خو تر دې مهاله حکومت په دې برخه کې د پام وړ څه نه دي کړي.
د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلو کمپاینونو پر مهال په دې تړاو ډېرې ژمنې ورکړې، خو تر دې مهاله یې هغه څه نه دي کړي چې شعارونه یې ورکول.
د کارپوهانو په باور، په ټوليز ډول په تېرو ۱۵ کلونو کې د بهرنیانو د ارادې پر بنسټ هغه لویې اقتصادي او صنعتي پروژې پلې نه شوې چې له یوې مخې پکې ځوانانو ته کار موندل شوی وای او په لوی لاس ځوانان جګړې، له هېواد تېښتې او په نشه يي توکو روږدي کېدو ته ور ټېل وهل شول.


