جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت د بشري حقونو له مدافعينو څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي غني چې نن يې په کابل کې د بشري حقونو د مدافعو وکيلانو د ملاتړ ملي کنفرانس کې خبرې کولې وويل، افغان حکومت د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن دی.
جمهور رييس وويل، د بشري حقونو او ملکي وګړو په وړاندې د طالبانو او د هغوي په څېر نورو ډلو چلند، نه يوازې د نړيوالو منل شوو ميثاقونو سره په ټکر کې دی، بلکې په ښکاره توګه له اسلامي اصولو څخه هم سرغړونه ده.
جمهور رييس غني ټينګار وکړ، چې حکومت د حقالعبد د بښنې اجازه نه لري او هېڅکله به په معاهدو او موافقت نامو کې د قربانيانو بشري حقونه له پامه و نه غورځوي.
د غني په وينا، په اوس وخت کې افغانان د خپلو حقونو په اړه د پام وړ پوهاوی لري او دا چاره په افغانستان کې د قانون له حاکميت سره مرسته کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون مشرې سيما سمر دغه کنفرانس ته په وينا کې وويل، د بشري حقونو کمېسيون د دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره د سولې له موافقو ملاتړ کوي، خو پر وينا يې په دې بهير کې بايد د قربانيانو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.
د بشري حقونو د مدافعو وکيلانو د ملاتړ ملي کنفرانس د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون له خوا د دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانيستل شو.


