ads

د اسامه بن لادن زوى مصر ته نه دى تللى

د مصر حکومت دغه هېواد ته د اسامه بن لادن د زوى د ورتګ خبر درواغ وباله.

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1395
د اسامه بن لادن زوى مصر ته نه دى تللى

د مصر حکومت دغه هېواد ته د اسامه بن لادن د زوى د ورتګ خبر درواغ وباله.
د مصر د پايتخت قاهرې نړيوال هوايي ډګر چارواکو پرون د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د زوى حمزه په اړه هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې دغه هېواد ته داخل شوى دى.
د مصر يوې ورځپاڼې اليوم د يو دولتي چارواکي له قوله ادعا کړې وه، چې د اسامه بن لادن زوى حمزه د تېرې جمعې په شپه له قطر څخه په يوه الوتکه کې قاهرې ته لېږدول شوى دى.
په راپور کې ويل شوي، چې قاهرې كې د اسامه بن لادن د زوى الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته قطر ته تللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA