ads

افغان ۱۹ کلن ځوانان سبا له هندي ځوانانو سره د لوبې ډګر ته وځي

ټاكل شوې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله سبا د هند لوبډلې سره د اسيايي يو ورځنيو سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې سره مخ شي.

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1395
افغان ۱۹ کلن ځوانان سبا له هندي ځوانانو سره د لوبې ډګر ته وځي

ټاكل شوې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله سبا د هند لوبډلې سره د اسيايي يو ورځنيو سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې سره مخ شي.
دا لوبې په سرېلانكا كې ترسره كېږي او افغان لوبډلې پرون خپله درېيمه لوبه له سينګاپور څخه په لوى توپير وګټله او تاريخي ماتې يې وركړه.
افغانستان په دې لوبه كې سينګاپور ته په نهو وېكټو په داسې حال كې ماتې وركړه، چې د لوبې ۲۷۵ توپونه لا پاتې وو.
تر دې مخكې لوبه كې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې پاكستان ته هم ماتې وركړې وه، خو لومړۍ لوبه يې بنګله دېش ته بايللې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA