د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، چې راتلونکى ۱۳۹۶ لمريز کال د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ برياليتوب کال دى.
نوموړي دا څرګندونې پرون د امنيتي سکټور د منځنۍ کچې رهبرۍ لپاره، د متحدو ايالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نږدې ختيځ څېړنو مرکز له لوري، د ناورين د مديريت او بشري ظرفيتونو د انکشاف په اړه د يوه درې ورځني روزنيز پروګرام په پيليزه غونډه کې كړې.
اتمر وويل، چې په راتلونکي کال کې به د دښمن تر بشپړې ماتې وروسته د ملت د سوکالۍ او هوساينې لپاره بنسټيز انکشافي او اصلاحي پروګرامونه هم پلي شي.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي امنيت شورا به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د انکشاف او تجهيز پلان تر ارزولو وروسته منظور کړي.
د اتمر په خبره، تر راتلونکو څلورو کلونو به افغان هوايي ځواک د سيمې په کچه په مهمو او ستراتيژيکو تجهيزاتو سمبال شي.
دا درې ورځنى روزنيز پروګرام د ملي امنيت شورا دفتر په نوښت او د متحدو ايالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نږدې ختيځ څېړنو مرکز په همکارۍ ترتيب شوى دى.


