په پاپوا نيوګيني کې تېره شپه د اووه اعشاريه نهه درجې زورورې زلزلې له كبله د سونامي راوتلو خبردارى ورکړل شوى دى.
سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې ښايي په ايرلنډ او نيوزيلنډ جزيرو کې سمندري څپې پورته شي.
دغه راز د يادې زلزلې له كبله انډونيزيا کې هم د بيداره اوسېدو سپارښتنه شوې ده.
زلزله پېژندونکو ادارو ويلي، چې ښايي د دې زلزلې له كبله سمندري څپې انډونيزيا او د نيوزيلنډ يو شمېر سيمې هم وځپي.
تراوسه د احتمالي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.


