ads

ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1395
ننګرهار کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan. 6, 2016 - Nad Ali, Helmand, Afghanistan - Afghan army soldiers take position during a military operation in Nad Ali district of Helmand. Some 39 militants have been killed during military operations in Afghanistan since early Tuesday. (Credit Image: © Abdul Aziz Safdari/Xinhua via ZUMA Wire)

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو په نښته کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د سرخرود ولسوالۍ په کړسو امنيتي پوسته باندې وسله والو ډله ييز بريد ترسره کړی، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوی او په پايله کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
مشرقيوال وايي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
د امنيې قومندانۍ وياند دغه راز وايي، چې افغان ګډو ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د روانو شاهين شل عملياتو په جريان کې يو شمېر چاودېدونکي توکي نيولي او له منځه يې وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA