غزني چې د هېواد په جنوب ختیځ کې پروت کرنيز ولایت دی، ډېری وګړي یې پر کرنيزو چارو بوخت دي او له همدې لارې د خپل ژوند چارې پر مخ وړي، خو بزګران یې تل کرنيزو محصولاتو ته د مناسب بازار او ساتلو ته یې د سړو خونو له نشتوالي سر ټکوي.
په دې لړ کې سږ کال د پیازو حاصلات له یادې ستونزې سره مخ دي، اوس یې چې نوي حاصلات ټول شوي، بازار نه لري او د بل وخت له پاره یې بزګران ساتلی نه شي، ځکه چې هلته سړې خونې نشته او که کومه یوه وي هم، فعاله نه ده.
د غزني بزګران وایي، سږ کال د دغه ولایت په اندړو، دې یک، قره باغ، مقر او ګېلان ولسوالیو کې د پیازو له کروندو ۷۰۰ ټنه پیاز تر لاسه شوي، خو له دې سره هم مهاله یې بازار لوېدلی او من په ۶ افغانۍ پلورل کېږي.
د غزني ولایت د دې یک ولسوالۍ اړوند د دې یک د کلي یوه تن بزګر سورګل، چې غزني ښار ته یې د پلورلو په هدف د خپلو پیازو حاصلات راوړي، کلید ته وویل، د کال ټوله خواري یې په اوبو لاهو شوې، ځکه پیاز هومره ارزانه دي، چې پرې لګېدلې پیسې هم نه شي پوره کولای او ټول کال خواري یې هم په اوبو لاهو شوې ده: ((سږ کال مې په ۲۰ جریبه ځمکه پیاز کرلي وو، ښه حاصل یې ورکړی، خو سوداګر یې من په ۱۰ کلدارې اخلي، په دې بیه یې پر اوبو لګېدلې پيسې نه تر لاسه کیږي، زموږ د خوارۍ او د تراکتور پیسې خو پر ځای پرېږده)).
د قره باغ ولسوالۍ د کډي جامراد د سیمې یوه بزګر کریمداد، چې په یوه تراکتور کې یې خپل پیاز د پلورلو له پاره د غزني ښار ته راوړي وو، کلید ته وویل، هلته بزګرانو سږ کال په لسګونه جریبه ځمکه پیاز کرلي وو، خو په وینا یې ورته د مناسب بازار د نشتوالي له کبله اړ شوي، چې پر څارویو یې وخوري: ((موږ در بدره شولو، یو عالم پیسې مو د پیازو په تخم، د ماشین په تېلو او کرلو باندې لګولې، ټول کال مو کار کړی، خو اوس یې تجاران او دکانداران من په لس کلدارې غواړي، په دې بیه خو یې د واټر پمپ د تېلو لسمه حصه پیسې هم نه کېږي)).
دا یوازې سږ کال نه دی، چې غزني کې بزګران د خپل ټول کال په خوارۍ پېښمانه کېږي، بلکې تر دې وړاندې او هر کال چې کوم توکي ډېر وکرل شي بازار یې له منځه ځي او بیې یې هومره ټېټېږي، چې پرې لګېدلې پیسې هم ترې نه ترلاسه کېږي.
د غزني بزګران خبرداری ورکوي، چې که حکومت یې د کرنيزو حاصلاتو له پاره د مارکېټ غم ونه خوري، د کوکنارو کر ته په مخه کړي او بیا یې پړه هم د حکومت پر غاړه ده.
د غزني یو تن بزګر عجب خان وایي: ((که پیاز وي، کچالو، مڼې، لوبیا، انګور، ممیز او نور، ټول کال ورته واټرپمپ چلوو، سرې ورکوو، پوره کال پرې خواري کوو، خو چې د حاصلاتو وخت راشي، بیې یې ټيټې شي، نو بله چاره نه لرو، مجبور یې تریاکو ته مخه کړو یا د حکومت بازار ورته پیدا کړي.))
له بل لوري د غزني ځایي چارواکي مني، چې دغه ولایت کې د پیازو بازار سخت لوېدلی، خو وايي هڅه کوي د دغه پیازو لویه برخه هندوستان ته ولېږي.
د دغه ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین کلید ته وویل، روان کال په دې ولایت کې ۷۰۰ ټنه پیاز تر لاسه شوي، ۶۰۰ ټنه یې د خلکو له اړتیا اضافي دي او باید بهرنیو هېوادونو ته صادر شي: ((د کرنې ریاست ۶ ستر ګودامونه سوداګرو ته له کرایې پرته وړیا په اختیار کې ورکړل شوي، څو له بازاره پیاز او کچالو واخلي او د صادرولو تر مهاله یې پکې وساتي او هلته یې بسته بندي کړي، په دویم قدم کې، ما خپله په کابل کې د هندوستان له سفیر سره ولیدل او انشاالله په نېږدې راتلونکي کې به د پیازو یوه زیاته اندازه هند ته صادر شي)).
والي زیاتوي، د پیازو تر څنګ به ډېری نور کرنيز توکي لکه کچالو او مڼې هم د سوداګرو پر مټ د چابهار بندر له لارې ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا هندوستان او له هغې لارې اروپايي او عربي هېوادونو ته صادر شي.
د غزني د والي تر څنګ د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ريیس انجنیر عبدالله تسل کلید ته وویل، د دې ولایت کرنيزو حاصلاتو ته د بازار موندلو په هدف د ولایت له رهبرۍ او سوداګرو سره یوځای هڅې روانې دي، خو نوموړی ټینګار کوي، چې کرنيزو حاصلاتو ته د بازار د نشت ستونزه یوازې غزني کې نه بلکې ټول هېواد کې ده.
نوموړی زیاتوي، روان کال له پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې راوټوکېدې، چې له همدې کبله د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو بازار ولوېد.
تسل وايي، د سړو خونو د رغولو لپاره مناسبه بودیجه او اړینه برېښنا په واک کې نه لري، خو پر دې سربېره هم د راتلونکي له پاره پلانونه لري.
نوموړی ټینګار کوي چې د مرستندویانو پر مټ به داسې سړې خونې ورغوي چې په لمريزه برېښنا وچلېږي.


