ads

غزني کې د پوليسو د شپږم ماموريت مشر ټپي شوی

د غزني امنيتي چارواکي وايي، د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو د شپږم ماموريت د مشر پر موټر تېر ماښام چاودنه شوې، چې په پايله کې يې د ماموريت مشر له يوه ساتونکي سره ټپي شوی دی.

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1395
غزني کې د پوليسو د شپږم ماموريت مشر ټپي شوی

د غزني امنيتي چارواکي وايي، د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو د شپږم ماموريت د مشر پر موټر تېر ماښام چاودنه شوې، چې په پايله کې يې د ماموريت مشر له يوه ساتونکي سره ټپي شوی دی.
د غزني ولايت د امنيې قومندانۍ وياند فهيم امرخېل کليد ته وويل، چې د پوليسو د شپږم ماموريت د مشر ميرويس پر موټر پرون ماښام شاوخوا شپږ بجي د امير محمد خان کلا په سيمه کې د مقناطيسي ماين چاودنه شوې، چې په پايله کې يې نوموړی له خپل يوه ساتونکي سره ټپي شوی دی.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وبلله. (( له نېکه مرغه چې د ماموريت مشر نن سهار بېرته خپلې دندې ته ستون شو او ساتونکی يې تر درملنې لاندې دی حالت يې ډاډمن دی)).
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم نا پېژاندو وسله والو يو نانوای په همدې سيمه کې وواژه او خپله په تېښته بريالی شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA