نن د ډسمبر ۱۸مه نېټه د کډوالۍ نړيواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو كې نمانځل كېږي.
افغانستان دا ورځ په داسې حال كې نمانځي، چې اوس مهال ميليونونه افغانان په نورو هېوادونو كې د كډوالۍ ژوند كوي.
د روان ۲۰۱۶ ميلادي له پيل څخه تراوسه سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو ترڅنګ يې د ناامنيو او اقتصادي ستونزو له كبله په همدغه موده کې په لسګونو زرو افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.
ناامني، بې وزلي او د كاري فرصتونو نشتوالى د دې سبب شوي، چې ګڼ شمېر افغانان خپل هېواد پرېږدي.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د نړۍ په ۵۲ هېوادونو كې له شپږو ميليونو زيات افغان كډوال مېشت دي.
د يادولو ده، چې د کډوالۍ نړيواله ورځ هر کال د هغو ميليونونو انسانانو د درناوي په خاطر لمانځل کېږي، چې د جګړو، بې كارۍ او يو شمېر نورو ستونزو له كبله يې خپلې اصلي سيمې پريښي او نورو ځايونو ته كډوال شوي دي.


