د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني په ننګرهار ولايت کې د ښځو په وړاندې د ستونزو د هواري په هدف د جوړ شوي ويډيو کنفرانس له لارې مېرمنې زده کړو، اقتصادي پرمختګ او په سياسي پروسه کې ونډې اخيستنې ته وهڅولې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، بي بي ګل غني په ننګرهار کې د مېرمنو په برخه کې د شته ظرفيتونو د ستاينې ترڅنګ وويل، هڅه کوي، چې د دې ولايت په ګډون په ټول هېواد کې د مېرمنو د ژوند ښه والي لپاره لازمې هڅې ترسره کړي.
د نوموړې په وينا، د نجونو لپاره د زده کړو په برخه کې د شته فرصتونو ترڅنګ په پام کې لري، چې د لرو پرتو ولسواليو مېرمنو ته د اقتصادي پياوړتيا په هدف په راتلونکو دوو کلونو کې دېرش زره مېرمنو ته په کرنيزه برخه کې د کاروبار زمينه برابره کړي .
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د هېواد لومړۍ مېرمنې سره د دې ولايت د مېرمنو ستونزې شريکول، په ننګرهار كې د ښځو د ژوند ښه والي په برخه کې مهم ګام په ګوته کړ او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې سره به مېرمنې په اقتصادي او سياسي برخو کې د کار کولو جرات لوړ کړي.


