ads

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو سينګاپور ته تاريخي ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې، چې په سرېلانكا كې ترسره كېږي، نن د افغانستان لوبډلې د سينګاپور لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړه.

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1395
افغان ۱۹ کلنو ځوانانو سينګاپور ته تاريخي ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې، چې په سرېلانكا كې ترسره كېږي، نن د افغانستان لوبډلې د سينګاپور لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د سينګاپور لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
دغې لوبې په ۱۸ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۳ منډې جوړې كړې، خو د افغانستان لوبډلې په ۴ اعشاريه يو اورونو كې د يوه لوبغاړي په سوځېدو وركړل شوى هدف پوره كړ.
افغانستان په دې لوبه كې سينګاپور ته په نهو وېكټو په داسې حال كې ماتې وركړه، چې د لوبې ۲۷۵ توپونه لا پاتې وو.
افغان لوبغاړي دروېش رسولي په ۱۵ توپونو د دوو شپږيزو او نهو څلوريزو په مټ ۵۳ منډې وكړې، چې د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې لوبه كې د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې پاكستان ته هم ماتې وركړې وه، خو لومړۍ لوبه يې بنګله دېش ته بايللې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA