د ښځو چارو وزارت وايي، په ننګرهار کې له يوه سړي سره په يوه وخت کې د دوه خويندو د واده کولو پېښې په اړه هېڅ مداخله نه شي کولی.
د دې وزارت په وينا، د نجونو کورنۍ بايد د ياد سړي په وړاندې مقاومت او د دې كار مخنيوى كړى واى.
د ښځو چارو وزارت وياندې کبرا رضايي نن له کليد سره خبرو كې وويل، د دې پېښې په اړه زيات معلومات نه لري او يوازې د رسنيو له لارې يې په دې اړه خبر ترلاسه کړی، چې د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې يوه سړي له دوه خويندو سره په يوه وخت واده کړی دی.
نوموړې د دې پوښتنې په ځواب كې، چې د ښځو چارو وزارت به د دغې پېښې په اړه څه اقدام وكړي؟ وويل، دا يوه منطقي پوښتنه نه ده او د قانون پر بنسټ دوی د هېڅ ډول مداخلې حق نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې يادې پېښې د ديني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني او بشري حقونو د فعالانو او ټولنو حساسيتونه راپارولي او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه كوي.
خو د ښځو چارو وزارت، چې د ښځو په برخه كې د ملي يووالي حكومت يوازينۍ صلاحيت لرونكې اداره ده او بايد چې دا قضيه تعقيب كړي او له امنيتي ارګانونو د ياد كس د نيولو غوښتونكې شي، له خپل اصلي مسووليت څخه اوږې سپكوي او ټينګار كوي، چې په دې برخه كې د مداخلې حق نه لري.


