ولسي جرګه وايي، د دې جرګې له خوا د سلب اعتماد شويو وزيرانو كار غير قانوني دى او له حكومته غواړي، چې نوي كانديد وزيران دې جرګې ته ور وپېژني.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو نن د دغې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د دوى له خوا د بې واكه شويو وزيرانو كړنې، په كورنيو او نړيوالو غونډو كې ګډون، د تړونونو لاسليكول او داسې نور ټول غير قانوني دي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وايي، د وزيرانو استيضاح له حكومت سره د دښمنۍ له مخې نه وه او دا د دوى قانوني صلاحيت و.
ابراهيمي زياتوي، هغه كسان، چې د ولسي جرګې له لوري بې واكه شوي، پر خپلو پوسټونو سرپرستي نه شي كولى او په وينا يې، كه پر نورو پوسټونو سرپرست ګومارل كېږي هم، بايد له دوه مياشتو ډېر سرپرست پاتې نه شي.
د يادونې وړ ده، چې جمهور رئيس غني د سلب صلاحيت شويو اوو وزيرانو قضيه سترې محکمې ته وړاندې کړې او په دې اړه يې ورڅخه وضاحت غوښتى، خو تراوسه سترې محکمې په دې تړاو کومه پرېکړه نه ده کړې.


