ads

هلمند كې د تازه دمه سرتېرو عمليات دوام لري

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې له مرکز څخه د دې ولايت د يو شمېر ولسواليو او سيمو د نيولو په هدف تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او د عملياتو په ترڅ كې يې وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1395
هلمند كې د تازه دمه سرتېرو عمليات دوام لري

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې له مرکز څخه د دې ولايت د يو شمېر ولسواليو او سيمو د نيولو په هدف تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او د عملياتو په ترڅ كې يې وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل، دا مهال د لښکرګاه په بشران او نږدې سيمو کې پيل شوي عمليات ښه روان دي او يو شمېر کلي د وسله والو له شتونه پاك شوي دي.
احمدزي زياته كړه، هلمند ته نور ځواكونه هم منظور شوي، چې د پلان له مخې به ډېر ژر دې ولايت ته ور ورسېږي.
بلخوا د هلمند د پوليسو د ۵۰۵ بست زون مرستيال او سرپرست بريد جنرال عبدالرحيم چخانسوري وايي، پخوا د پوليسو په مسوولينو کې ځينې ستونزې موجودې وې، چې اوس هغه ستونزې حل شوي او تر لاس لاندې عملياتي پروګرامونه پرته له ستونزو ښه پر مخ وړل کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه په هلمند كې د نويو پيل شويو عملياتو په اړ څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA