د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ كې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او د وسلو يوه لويه ډيپو يې هم له منځه وړل شوې ده.
سرچينه وايي، په دغه هوايي بريد کې ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


