د افغانستان کرکټ بورډ نوي عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل ژمنه وكړه، چې د کرکټ د لا ځلېدا لپاره به په نړيواله او داخلي کچې هلې ځلې او د دې ادارې د لا ملي کېدو په هدف به هڅې وکړي.
نوموړي دا ژمنه نن د ده د معرفۍ په غونډه كې، چې د کابينې يو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او د کرکټ بورډ چارواکو په كې ګډون کړی وو، وكړه.
مشعل وويل، چې د کرکټ لپاره به بنسټيز کارونه وکړي او په وينا يې، کرکټ ملي لوبه ده، نو له دې کبله بايد دا اداره نوره هم ملي شي، ترڅو د هېواد هر وګړى په کې ځان وويني.
نوموړي زياته کړه، د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي کمېټه به خپلواکه وي او په دې برخه کې به د هېچا تر فشار لاندې رانه شي.
د ماليې وزير او د کرکټ بورډ غړي اکليل حکيمي په خپلو خبرو کې وويل، د دې ادارې د عمومي رياست لپاره درې تنه کانديدان وو، چې د ازموينې په پايله کې شکرالله عاطف مشعل ورته ونومول شو.
تر مشعل مخکې نسيم الله دانش د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه دنده ترسره کوله او د نوموړي د لرې کولو غوښتنې هغه مهال پر ټولنيزو شبکو مطرح شوې، چې د كركټ ملي لوبډلې يوه غړي شاپور ځدراڼ د كركټ بورډ پر مشرتابه نيوکې وکړې.


