ads

غني: د ښځو وژل د افغانستان د دښمنانو د ذلت او ضعف نښه ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني د كندهار هوايي ډګر پر ښځينه كاركوونكو بريد غندلى دى.

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1395
غني: د ښځو وژل د افغانستان د دښمنانو د ذلت او ضعف نښه ده

جمهور رئيس محمد اشرف غني د كندهار هوايي ډګر پر ښځينه كاركوونكو بريد غندلى دى.
نامعلومو وسله والو نن سهار په کندهار ښار کې د هوايي ډګر پر ښځينه کارکوونکو ډزې وکړې، پنځه مېرمنې او د هغوى موټر چلوونکى يې ووژل.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس په دغه دردناکه پېښه سخت خواشيني ښودلې او د دې عمل د غندلو په مهال يې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو وژل د افغانستان د دښمنانو د ذلت او ضعف نښه بللې ده.
هغه ويلي، د ښځو بې رحمانه وژل په هېڅ دين او قانون کې توجېه نه لري او د افغانستان دښمنانو په دې عمل سره يو ځل بيا ثابته کړه، چې نه يوازې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مقابل کې قرار لري، بلکې د افغانستان د پرمختګ مانع هم دي.
جمهور رئيس غني د پېښې د عاملينو د تعقيب او مجازاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې كړې دي.
په دغه وسله وال بريد كې د وژل شوي موټر چلوونکي ورور بابى اغا وايي، د ده ورور ولي محمد اغا په هوايي ډګر کې کار کاوه او نن سهار کله چې يې غوښتل د هوايي ډګر ښځينه کارکوونکې تر کار ځاى پورې ورسوي، په لاره کې د وسله والو تر بريد لاندى راغى او ووژل شو.
د دې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA