ads

د کندهار د هوايي ډګر پر کارکوونکو وسله وال بريد شوی

نامعلومو وسله والو د کندهار هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر ډزې کړي، چې له كبله يې شپږ تنه وژل شوي دي.

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1395
د کندهار د هوايي ډګر پر کارکوونکو وسله وال بريد شوی

نامعلومو وسله والو د کندهار هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر ډزې کړي، چې له كبله يې شپږ تنه وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د هوايي ډګر کارکوونکي له خپلو کورونو د دندې په لور روان وو.
د خپلواک په وينا، په دې پېښه کې پنځه ښځې، چې په هوايي ډګر کې يې د تلاشۍ دنده پر مخ وړه او د هغوى موټر چلوونكى وژل شوي دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA