ads

د برېتانيا په يوه زندان کې د بنديانو احتجاج پای ته رسېدلی

راپورونه وايي، د بريتانيا د برمنګم ښار په وسکانسن زندان کې د بنديانو د پراخ احتجاج په نتيجه کې د زندان يو شمېر سيمې سوځېدلې دي.

نویسنده: TKG
27 لیندۍ 1395
د برېتانيا په يوه زندان کې د بنديانو احتجاج پای ته رسېدلی

راپورونه وايي، د بريتانيا د برمنګم ښار په وسکانسن زندان کې د بنديانو د پراخ احتجاج په نتيجه کې د زندان يو شمېر سيمې سوځېدلې دي.
د بريتانيا د عدليې وزارت چارواکو وويل، په زندان کې ټولټال شپږ سوه كسان بنديان وو او له دولسو ساعتونو وروسته درې سوه ځانګړو ځواکونو بېرته د زندان کنټرول په خپل لاس کې واخيست.
په زندان کې دا تاوتريخوالى وروسته له هغې پرون غرمه مهال پيل شو، چې زندانيانو د دروازو کيليانې ترلاسه کړې.
بريتانوي پوليس وايي، تاوتريخوالي کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي، چې د زندان ساتونکي هم په کې شامل دي.
تراوسه د زندانيانو د پاڅون انګېزه نه ده معلومه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA