ads

پکتيا کې ۶۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

په پكتيا ولايت كې امنيتي ځواكونو ۶۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي له دوه تنو عاملينو او يو عراده موټر سره نيولي دي.

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1395
پکتيا کې ۶۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توكي نيول شوي

په پكتيا ولايت كې امنيتي ځواكونو ۶۸۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي له دوه تنو عاملينو او يو عراده موټر سره نيولي دي.
د پکتيا چارواکو نيول شوي نشه يي توکي له عاملينو سره يوځاى رسنيو ته وښودل.
د دې ولايت والي زلمي ويسا وويل، دغو کسانو غوښتل، چې ياد نشه يي توكي له جلال اباد ښار څخه غزني ولايت ته انتقال کړي، چې د امنيتي ځواکونو لخوا د ګردېز ښار په مربوطاتو کې ونيول شول.
والي ډاډ ورکړ، چې د نشه يي توكو په ضد د دوى مبارزه جدي ده او دوى به په پكتيا ولايت کې د دغو توكو او قاچاقبرانو خلاف هڅې ګړندۍ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA