د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان له خلكو وغوښتل، چې خپل اولادونه د امنيتي ځواكونو په ليکو کې شامل کړي، ترڅو د هغوى ليكې پياوړې شي.
هغه دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ په ترينكوټ كې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف جوړه شوې غونډه كې وكړه، چې په كې لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ښځو او امنيتي مسوولينو ګډون کړى وو.
پټان وويل، امنيتي ځواکونه د ولسي خلكو کلک ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري او په وينا يې، د امنيت په ټينګښت کې د ټولنې هر کس مسووليت لري.
د جمهور رئيس سلاکار وزير محمد قسيم، د اروزګان د ولايتي شورا غړي عبدالکريم خادمزي او نورو قومي مشرانو هم د امنيتي ځواکونو په کلکه ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې که دولت او ملت سره يو نه شي، نو د امنيت تامينول به ناشوني وي.
دوى همداراز له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په اروزګان ولايت کې د پوليسو تشکيل زيات کړي او هغه پوليس، چې له تشکيل څخه ايستل شوي دي، بايد بېرته د پوليسو په ليکو کې شامل شي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف پراخې غونډې جوړې شوي، خو يو شمېر کسانو په پرونۍ غونډه کې د دا ډول غونډو پر ځاى د عملي اقدام غوښتنه وکړه.


