جمهور رئيس محمد اشرف غني په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير مايکل ميکنلي ته د غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه مډال د خپل ماموريت په موده کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ښو او هر اړخيزه دوستانه اړيکو په ټينګولو او پراخولو، د دوه اړخيزه باور او همکاريو د لا زياتولو، په افغانستان او سيمه کې د سولې تامينولو، په ودانيزو چارو کې د همکاريو او مرستو جلبولو، تنظيمولو او رسولو په برخه کې د ميكنلي د نه ستړې کېدونکو هڅو د تقديرولو په خاطر د مخه ښې په مېلمستيا كې هغه ته وركړل شو.
د سرچينې په وينا، په دې اړه پرون ماښام په ارګ کې جوړو شويو مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن او يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواكو، د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان او په کابل کې مېشت يو شمېر سفيرانو او کور ډيپلوماټيک استازو هم حضور درلود.
سرچينه زياتوي، چې جمهور رئيس غني مايکل ميکنلي ته په راتلونکو دندو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.


