د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې نن د افغانستان لوبډلې د پاكستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه افغان لوبډلې د ۲۱ منډو په توپير وګټله.
د لوبې پچه د پاكستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډې جوړې كړې، خو د پاكستان لوبډلې په ۴۹ اعشاريه يو اورونو كې ۲۵۲ منډې جوړې كړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه وركړل.
تر دې مخكې پرون د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلې ته بايللې وه.
د افغانستان، هند، پاکستان، بنګله دېش، سريلانکا او ماليزيا په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو ځوانانو د كركټ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پرون په سريلانکا کې پيل شوې.


