نى: معروف تفكري دې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي

د افغانستان حكومت بايد تر دې زيات هغو كسانو ته فرصت ورنه كړي چې خبريالان او رسنۍ ګواښي.

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نى وايي، د رسنيو او خبريالانو پر ضد د تخار پوهنتون د يوه استاد كينه ناكې او ګواښونكې څرګندونې اوس هم دوام لري.