د افغانستان حكومت بايد تر دې زيات هغو كسانو ته فرصت ورنه كړي چې خبريالان او رسنۍ ګواښي.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نى وايي، د رسنيو او خبريالانو پر ضد د تخار پوهنتون د يوه استاد كينه ناكې او ګواښونكې څرګندونې اوس هم دوام لري.
د نى خبرپاڼه وايي، دغه اداره د موضوع حساسيت ته په كتو د ملي يووالي له حكومت غوښتنه كوي چې د تخار پوهنتون د استاد په توګه د معروف تفكري دنده وځنډوي او نوموړى عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي كړي.
دغه اداره ټينګار كوي، چې له نظام او په ځانګړې توګه د بيان له ازادۍ او د خلكو له اساسي حقونو سره د پوهنتون د دغه استاد د دښِمنۍ عوامل بايد څرګند شي.
د تخار پوهنتون استاد معروف تفكري څه وخت مخكې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې تندې څرګندونې درلودې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

