د روزګان ولايتي شورا وايي، ددغه ولايت امنيتي وضيعت اوس هم ټكني دى او امنيتي ځواكونو لازم ګامونه نه دي اخيستي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس امير محمد بارکزى وايي، څه باندې درې مياشتې پوره شوې چې افغان امنيتي ځواکونه يوازې د ترينکوټ او ولسواليو پر مرکزونو حاکميت لري او شاوخوا ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.
له بل لوري بيا د روزګان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د ولايتي شورا د مشر خبرې نه مني.
نوموړى وايي، له تيرو څو مياشتو راهيسې يې وسله وال طالبان سخت ځپلي او امنيتي ځواکونو د پام وړ پر مختګ کړى دى.
نوموړى وايي، اوس مهال د ترينکوټ او ولسواليو په ځينو سيمو کې عمليات روان دي چې په پايله كې يې ډېر شمېر سيمې لاندې كړې او امنيتي ساحه پراخه شوې.
له بل لوري د روزګان ولايت اوسېدونكي وايي، په دغه ولايت كې امنيتي وضعيت كړكېچن له همدې كبله د دوى ورځني كارونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

