ads

غزني کې پوليس له موټر چلوونکو په زور پيسې اخلي

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پوليس سرتېري ورڅخه د غزني ولايت په اړوندو کې د کابل ـــ کندهار او غزني ـــ پکتيکا ترمنځ د غځېدلو لويو لارو په اوږدو کې ناقانونه پيسې اخلي او د انکار په صورت کې ورسره زور زياتی هم کوي.

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1395
غزني کې پوليس له موټر چلوونکو په زور پيسې اخلي

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پوليس سرتېري ورڅخه د غزني ولايت په اړوندو کې د کابل ـــ کندهار او غزني ـــ پکتيکا ترمنځ د غځېدلو لويو لارو په اوږدو کې ناقانونه پيسې اخلي او د انکار په صورت کې ورسره زور زياتی هم کوي.
په غزني کې د کليد راډيو د سهار کليد خپرونې ته، چې امنيې قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم په کې د ټليفون له لارې برخه اخيستې وه، ځينو موټر چلوونکو د ټليفون له لارې وويل، چې د لارو په اوږدو کې يې پوليس سرتېري ځوروي او ورڅخه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې اخلي.
دوی وايي، که پوليسو ته پيسې ورنه کړي، نو د فزيکي زور زياتي تر څنګ يې په بېلابېلو پلمو موټر د ټرافيکو مديريت ته انتقالوي، چې په وينا يې هلته بيا مجبوره دي، د زرګونو افغانيو په رشوت ورکولو سره خپل موټر بېرته تر لاسه کړي.
د غزني امنيې قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل بيا وايي، چې له موټر چلوونکو څخه د اخاذيو په تړاو يې ګڼ شمېر امنيتي سرتېري نيولي دي او هغه له موټر چلوونکو څخه غوښتنه وکړه، څو پوليسو ته په هېڅ صورت پيسې ورنه کړي.
امرخېل د پوليسو د اخاذيو د مخنيوي په برخه کې د خلکو همکاري اړينه وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې موټر چلوونکي دې د هغو پوليسو سرتېرو په تشخيص او نيولو کې ورسره مرسته وکړي، چې په غير قانوني توګه ورڅخه اخاذي کوي.
د يادونې وړ ده، چې مخکي له دې هم د بار وړونکو موټر چلوونکو د غزني ولايت په اړوندو کې د پوليسو له اخاذيو شکايتونه کړي وو، چې وروسته امنيې قومندانۍ په دې تړاو ۱۱ سرتېري ونيول او ګڼ شمېر نور يې د لويې لارې په اوږدو کې له پرتو پوستو څخه نورو سيمو ته تبديل کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA