ads

زرداد فريادي کابل ته راورسېد

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مشهور قوماندان زرداد فريادي، چې په بريتانيا كې بندي و، نن سهار كابل ته راورسېد.

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1395
زرداد فريادي کابل ته راورسېد

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مشهور قوماندان زرداد فريادي، چې په بريتانيا كې بندي و، نن سهار كابل ته راورسېد.
د حزب اسلامي يو وياند حشمت الله ارشد له كليد سره خبرو كې تاييد كړه، چې زرداد له زندانه خوشې شوى او كابل ته رارسېدلى دى.
د نوموړي په وينا، له زندانه د قوماندان زرداد په خوشې كولو كې افغان حكومت هېڅ رول نه لري او د حزب اسلامي دغه قوماندان په بريتانيا كې د بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شوى او كابل ته راغلى دى.
د زرداد د كورنۍ ځينو غړو هم كليد ته تاييد كړه، چې نوموړى اوس مهال په كابل كې دى.
د يادونې وړ ده، چې زرداد فريادي په ۲۰۰۵ کال ميلادي كال كې په لندن كې يوې محكمې د ډله ييزې وژنې په تور په ۲۰ کاله بند محکوم كړ.
هغه له ١٩٩٢ تر ١٩٩٦ ميلادي كاله پورې د كابل په سروبي ولسوالۍ كې خلک ځورول او د ده په امر به بندي او وژل کېدل.
دا په داسې حال كې ده، چې د حزب اسلامي او افغان حكومت ترمنځ د سولې تړون پر بنسټ، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني او ګلبدين حكمتيار ترمنځ لاسليك شو، افغان حكومت ژمن دى، چې د هېواد له زندانونو د حزب اسلامي ټول سياسي بنديان خوشې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA