ads

زابل کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی

د زابل د ښځو چارو رياست د تېر کال په پرتله سږ كال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو خبر وركوي او زياتوي، چې دولت ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1395
زابل کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی

د زابل د ښځو چارو رياست د تېر کال په پرتله سږ كال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو خبر وركوي او زياتوي، چې دولت ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.
د زابل د ښځو چارو رئيسه صديقه جلالي وايي، چې په دغه ولايت كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې زياتېږي.
که څه هم جلالي دا و نه ويل، چې سږ كال يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څو پېښې ثبت کړې دي، خو زياته يې كړه، چې د زابل د مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي بېلابېلې پېښې رامنځته شوې دي.
د مېرمن جلالي په خبره، دولت په زابل ولايت کې ښځو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، چې دا هم د ښځو په وړاندې يو لوى خنډ بلل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د زابل ډېرى اوسېدونكي غريب کاره دي او نه شي کولاى په يوازې توګه خپلو ماشومانو ته ډوډۍ او د کور ضروريات برابر کړي، نو ځکه يې ښځې هم په خپل کور کې د خياطۍ او ګلدوزۍ چارې مخ ته وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA