د پاکستان د هوايي ټرانسپورټ د ملي ادارې چارواکي د دغې ادارې د مشر د استعفا خبر وركوي.
د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت پي آى اې وياند وويل، چې اعظم سهګل د شخصي دلايلو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې ده.
دا اعلان داسې مهال کېږي، چې تېره اونۍ د پي آى اې هوايي شرکت يوې الوتکې د چترال – اسلام اباد پر لارې سقوط وکړ او ۴۷ سپرلۍ په کې ووژل شوې.
پي آى اې شرکت وايي، يوه بله ATR-42ډوله الوتکه د ډسمبر په يوولسمه نېټه له ملتان څخه د پورته کېدو په مهال تر پرواز دمخه له تخنيکي ستونزې سره مخ شوه.


