د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، له دې وروسته به ددغه ولایت د ګمرک محصول سوداګر دولتي او خصوصي بانکونو له لارې د دولت خزانې ته سپاري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې پرون د ننګرهار په ګمرک ریاست کې په الکترونيکي ډول د محصول د ورکړې تر نامه لاندې سوداګرو او په دې ولايت کې د بانکونو استازو ته د عامه پوهاوي په غونډه کې وويل شول، چې له دې وروسته به د ټول ولایت سوداګر خپل محصولات د خصوصي او دولتي بانکونو له لارې د دولت خزانې ته سپاري.
خوګیاڼی وایي، له یاد پروګرام څخه یې موخه د سوداګرۍ پراختيا، فساد سره مبارزه او له سوداګرو سره همکاري ده.
خوګیاڼی زياتوي، چې دا مهال د کورنيو عايداتو زياته برخه ګمرکي محصول جوړوي او پکار ده، چې ددې برخې د لا غوړېدا په موخه کوټلي ګامونه واخيستل شي .


