ads

د ملي يووالي حكومت د ايشچي قضيه څېړي

جمهوري رياست وايي، د ملي يووالي حکومت د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې پر احمد ايشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو ‎څخه، موضوع په جديت تر تعقيب او هر اړخيزو څېړنو لاندې نيولې ده.

نویسنده: TKG
24 لیندۍ 1395
د ملي يووالي حكومت د ايشچي قضيه څېړي

جمهوري رياست وايي، د ملي يووالي حکومت د جوزجان ولايت په شبرغان ښار کې پر احمد ايشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو ‎څخه، موضوع په جديت تر تعقيب او هر اړخيزو څېړنو لاندې نيولې ده.
وروسته له دې، چې اروپايي اتحاديې، امريکا او څو نورو لوېديځو هېوادونو د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له لوري له احمد ايشچي سره د بد چلندۍ په اړه د تحقيقاتو غوښتنه وکړه، ايشچي رسنيو ته وويل، چې دوستم او ساتونکو يې وهلی ډبولی، کالي يې ترې ايستلي او پرې د جنسي تېري هڅې يې کړې دي.
احمد ايشچي له کليد سره په خبرو کې د خپل حيثيت د اعادې غوښتنه وکړه.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د افغانستان دولت د هېوادوالو ځاني خونديتوب، انساني کرامت او مصئونيت د اسلامي ارزښتونو، د اساسي قانون د احکامو او د هېواد نورو نافذه قوانينو سره په مطابقت او د بشري حقونو بين ‌المللي ميثاقونو ته د افغانستان له ژمنتيا سره سم، خپل اساسي مکلفيتونه ګڼي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د يادې قضيې په برخه کې به ټول قانوني مراحل رعايتوي او د عدالت د تامين په خاطر به هر هغه څه، چې د تحقيقاتو په نتيجه کې ثابت شي، د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بشپړې بې طرفۍ او استقلال اقدام وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA