په خوست کې د میخانیکي لېسې د ۱۱تولګي زدهکوونکي فیضالله فیض منګل اتومات یا خودکاره زانګو جوړه کړې ده. دغه زانګو د ماشوم د ژړا له پیل سره سم خوځېږي او ټالونه وهي او کله چې ماشوم ارام او ویده شي، بېرته درېږي.
فیضالله فیض د خوست له کلید راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي، په زانګو کې یې داسې مایکونه نصب کړي، چې د ماشوم د ژړا غږ په اخيستو، ټالونه وهي.
فیــض هــره ورځ تــر درس وروسته ماسپښین مهال د میخانيکــي لېسـې په ورکشاپ کې له خپل یوه ملګري سره په عملي تجربو لګیا وي: (( زانګو د نورو اسانتیاوو تـر څـنـګ د لــلو لــلو، غږ هم وباسي، څو ماشوم فکر وکړي، چې مور یې ورسره ده او هغه یې زنګوي)).
فيض وايي، سره له دې چې اقتصادي وضعه يې دومره ښه نه دی، خو شته ناخوالو او په دې پرمختللې نړۍ کې د خپل هېواد وروسته پاتېوالي اړ کړی، څو نوي شیان جوړ کړي: ((دا احساس بايد له هر افغان سره موجود وي، چې موږ څومره ستونزې لرو، څومره نيمګړتياوې لرو، هېواد مو څه ته اړتيا لري او په کومه برخه کې بايد زيات کار وکړو.)) نوموړی وايي، چې له دې اختراع وروسته په خوست کې د یوه خصوصي ښوونځي مدير او د ولایتي شورا غړو هڅولی دی.
د زانګو جوړول د فیض لومړۍ هڅه نه ده، هغه داسې امنیتي دروازه هم جوړه کړې، چې د وسلې د ډز په اورېدو په اتومات ډول بندېږي، خو نوموړی ګیله کوي، چې هغې هڅې ته یې چا پام ونه کړ او هېڅ ونه هڅول شو: ((زه مایوسه شوم، چا ونه هڅولم، هغه څه ته مې چې اړتیا لرله هغه هم راته ونه رسېدل، اوس دروازه همداسې نيمګړې پاتې ده)).
فیض ټینګار لري، چې د دولت او ملي سوداګرو پاملرنې ته اړ دی او که دوی ورسره مرسته وکړي کولای شي ډېر نور نوي شيان جوړ کړي: ((ما د دې زانګو په جوړولو باندې ۶۰۰ ډالره لګښت کړی دی، خو هېڅ دولتي چارواکي دغه لګښت راپوره نه کړ او ملا یې را ونه تړله.)) نوموړی زیاتوي، که ملي سوداګر د دغې زانګو د تولید کارخانه جوړه کړي؛ نو د یوې زانګو بیه ښايي له ۵ تر ۱۰زره افغانیو وي: ((د زانګو په جوړولو کې مې له المونیمو او ځینو برقي تارونو او ډاینمو استفاده کړې ده)).
فيض الله فيض له دولت څخه غواړي، چې داسې یوه اداره دې جوړه کړي، څو د ده په څېر کسانو له پاره اسانتیاوې رامنځته او ورسره مرسته وکړي:(( که وهڅول شو، مالي ملاتړ مو وشي او امکانات راکړل شي کولای شو، ډېر داسې توکي ولرو، چې ګاونډي هېوادونه یې نه لري، خو له بده مرغه تر اوسه دغسې څه نه لیدل کېږي.)) فیض زياتوي، د نورو اختراعګانو له پاره هم پلانونه لري او هڅه کوي امکانات ورته ومومي، خو دم ګړۍ نه غواړي د هغو په اړه معلومات ورکړي.
فیض الله فیض داسې مهال دغه ډول اتومات یا خودکاره زانګو جوړه کړې، چې تر دې وړاندې د وردګو ولایت اوسېدونکي صدیق مخترع هم دې ته ورته زانګو جوړه کړې وه. صدیق مخترع له کلید سره په مرکه کې ویلي و، چې تر ۳۰۰ ډېرې اختراعګانې لري او ټول لګښت یې پرې له خپله جېبه کړی، خو حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د چارو د پوهانو په باور، دولت باید له دغه ډول استعدادونو د ماشينرۍ د تولید په برخه کې استفاده وکړي او د دوی ملاتړ ته ور ودانګي.


