ads

کونړ کې د سرحدي ځواکونو قومندان وژل شوی

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله د سرحدي ځواکونو د درېیم کنډک قومندان سمونمل ولي جان په ګډون درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
کونړ کې د سرحدي ځواکونو قومندان وژل شوی

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله د سرحدي ځواکونو د درېیم کنډک قومندان سمونمل ولي جان په ګډون درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان کلید ته وویل، چې تېره شپه دولس بجې د درېیم سرحدي کنډک قومندان سمونمل ولي جان له یوې پوستې لیدنه کوله، چې په ځای پرځای شوی ماین برابر شوی او په نتیجه کې یې خپله قومندان او یو ساتونکی وژل شوي او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.
نوموړی وایي، په دغه چاودنه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی، خو د ټپي شوي سرتېري روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
د وسله والو طالبانو له لوري کلید ته په را استول شوي ټلفوني پیغام کې ویل شوي، چې تېره شپه یې په دانګام ولسوالۍ کې د سرحدي لېوا درېیم کنډک قومندان او معاون په ګډون یو ساتونکی وژلي او پوسته یې ورته له منځه وړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA