ads

کابل کې د پګواش نړيوالې موسسې غونډه پيل شوه

د سولې په اړه د پګواش نړيوالې موسسې غونډه نن سهار په كابل كې پيل شوه.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
کابل کې د پګواش نړيوالې موسسې غونډه پيل شوه

د سولې په اړه د پګواش نړيوالې موسسې غونډه نن سهار په كابل كې پيل شوه.
په دې غونډه كې د يونس قانوني، عمر داودزي، انوارالحق احدي او محمد اسماعيل په ګډون ګڼ شمېر پخوانيو سياسي او جهادي مشرانو ګډون كړى، ترڅو د سولې او اوربند د څرنګوالي په اړه واحد نظر رامنځته شي.
په افغانستان کې د پګواش موسسې مسوول خليل‎الله صافى وايي، د غونډې ګډونوال به د دې موسسې د ۱۹ ماده ييز پلان پر څرنګوالي بحثونه وکړي.
د هغه په وينا، پګواش چې په ۱۹ مادو کې د سولې هوکړه ‎ليك لپاره لومړني کوم مواد تهيه کړي، هغه دوحه کې له طالبانو او دلته افغان چارواکو سره هم شريک شوي او اوس غواړي د نورو افغانانو نظرونه هم د هغو په اړه واخلي.
پګواش نړيواله موسسه په ۱۹۵۷ ميلادي کال کې رامنځته شوې او په بېلابېلو هېوادونو کې يې د روغې جوړې د غير رسمي خبرو زمينه برابره کړې ده.
دې موسسې له ۲۰۱۱ کال راهيسې په قطر، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې جوړې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA