ads

هند كې سمندري طوفان او باران درانه زيانونه اړولي دي

د هند په يو شمېر سيمو کې د سمندري طوفان او باران له كبله خلكو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم اوښتي دي.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
هند كې سمندري طوفان او باران درانه زيانونه اړولي دي
Vehicles are submerged in the rising waters of river Yamuna in New Delhi June 19, 2013. The rains are at least twice as heavy as usual in northwest and central India as the June-September monsoon spreads north, covering the whole country a month faster than normal. REUTERS/Stringer (INDIA - Tags: DISASTER ENVIRONMENT TRANSPORT) - RTX10TQS

د هند په يو شمېر سيمو کې د سمندري طوفان او باران له كبله خلكو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم اوښتي دي.
هندي چارواکي وايي، له څو ورځو راهيسې د تامل ناډو او اترا پردېش ايالتونو ساحلي سيمو کې د سمندري طوفان له كبله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
ژغورونکو ويلي، چې ساحلي سيمو څخه يې تراوسه پنځلس زره کسان نورو سيمو ته انتقال کړي دي.
په تامل ناډو او ا ترا پردېش کې لس ورځنى بېړنى حالت اعلان شوى دى .
په يو شمېر سيمو کې الوتنې ځنډول شوي، د مسافرو پر مخ لويې لارې تړل شوي او ځينې دولتي ادارې هم رخصت اعلان شوې دي.
هندي حکومت دا طوفان له څو کلونو راهيسې تر ټولو سخت طوفان نومولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA