ads

ننګرهار کې د هسکې مېنې لپاره د وسله والو طالبانو قومندان ونيول شو

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د يو لړ پلټنو پرمهال دهسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو قومندان نيولی دی.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
ننګرهار کې د هسکې مېنې لپاره د وسله والو طالبانو قومندان ونيول شو

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د يو لړ پلټنو پرمهال دهسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو قومندان نيولی دی.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې د مومندرې ولسوالۍ امنيتي مسولينو د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لوري ټاکل شوی قومندان نيولی، چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
نوموړی وايي، دغه وسله وال به په هسکه مېنه، کوټ، بټي کوټ او ګڼو نورو سيمو کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
هڅه مو وکړه، چې د نيول شوي طالب وسله وال د نوم په اړه معلومات تر لاسه کړو خو امينتي مسوولين د نوم له اخيستلو ډډه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA